NobleBlocks

Research indexJournal article

د چاپيريال د محافظوي قوانينو آغيزې په کندهار ولايت کښي پر کاروبارونو باندې

محمدي, عیان, حسن and 1 other

Journal of Social Sciences - Kabul University23 Mar 2025Open access

NobleIDark:/48914/w1/20260525/084B72FCDOI10.62810/jss.v7i4.133

Abstract

د چاپېریال ساتنه، د هغو قوانینو ټولګه ده، چې د هغې په واسطه د ژوند پر چاپېریال باندې د سوداګریز سازمانونو د کړنو منفي اغېزې راکموي، نوموړې څېړنې ته ځکه اړتيا ليدل کيږي؛ ترڅو په کندهار ولايت کې د سوداګریزو سازمانونو پر کړنو باندې د چاپېریال د محافظوي قوانينو او د هغو د عناصرو اغېزې روښانه شي. نوموړې څېړنه کمي ده او د څېړنې. لومړني لاس معلومات د (۹۲) کسانو څخه د پوښتنلیک پواسطه راټول شوي دي، او دویم لاس معلومات د مجلو، کتابونو، ژورنالو او مشهورو انټرنیټ ویب پاڼو څخه راټول شوي دي. د راټولولو وروسته، معلومات د IBM SPSS احصایوي پروګرام په واسطه تحلیل شوي. د پوښتنو اعتبار (کرونباخ الفا ۰.۷۰۶ ) ددې موندنو اعتبار تاییدوي.د نوموړې څېړنې څخه داسې پايله ترلاسه شوې، چې په کندهار ولايت کې د چاپېریال محافظوي قوانين د سوداګریزو سازمانونو پر کړنو باندي زياته اغيزه شيندي او سوداګریزو سازمانونو بايد د خپل کاروبار د کړنو د ترسره کولو پر مهال د چاپېريال د محافظوي قوانينو بېلابېلو عناصرو ته ژمن او قايل وي.

Discussion

Topics

More

Suggest a correction or report