Research indexJournal article
د افغانستان په سوېل ختيځ کې د وچکالۍ ټولنيزو او اقتصادي اغېزو ارزونه
منگل, مشواڼی, عربزی and 1 other
Journal of Natural Sciences – Kabul University27 Jan 2026Open access
NobleIDark:/48914/w1/20261105/B49E9D72DOI10.62810/jns.v8ispecial.issue.513
د افغانستان په سوېل ختيځ کې د وچکالۍ ټولنيزو او اقتصادي اغېزو ارزونه
منگل, مشواڼی, عربزی and 1 other · Journal of Natural Sciences – Kabul University · 2026
NobleIDark:/48914/w1/20261105/B49E9D72DOI10.62810/jns.v8ispecial.issue.513
Abstract
په افغانستان کې وچکالي له هغو مهمو طبيعي ناورينونو څخه ده چې پراخ ټولنيز او اقتصادي اغېزې لري. د افغانستان ناورينونو مديريت پروفايل له مخې، وچکالي په هېواد کې له احتمالي پېښو څخه ده چې څو اړخيزې پايلې رامنځته کوي. دا څېړنه د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې ترسره شوې، تر څو د وچکالۍ ټولنيز او اقتصادي اغېزې وارزول شي. څېړنه کې د کمي مېتود نه په استفادې مقطعي سروې تر سره شوې، چې پکې د تصادفي نمونې اخيستلو له لارې د ۳۸۶ ګډونوالو څخه معلومات راټول شول. د سروې پوښتنلیک درې اساسي متغيرونه لري: عامه پوهاوی، ټولنيز اغېزې او اقتصادي اغېزې. د څېړنې پايلو وښودله چې ۸۸٫۷۱ سلنه ګډونوال د وچکالۍ له ګواښونو خبر وو، ۴۷٫۶۳ سلنه د ټولنيزو اغېزو او ۹۵٫۷۰ سلنه د اقتصادي اغېزو تجربه لرله. همدارنګه، پايلو څرګنده کړه چې د ټولنې د پوهاوي کچه د وچکالۍ له اغېزو سره څرګنده اړيکه لري.