NobleBlocks

Research indexJournal article

له بحران سره د تعامل پر مهال د مسلمان مدير اخلاقي کړنلاره

مصلح

Rana Academic & Research Journal21 Sep 2025Open access

NobleIDark:/48914/w1/20261105/62DEC8C7DOI10.65859/6971f2e7302fb

Abstract

له بحران سره د تعامل پر مهال د مسلمان مدير اخلاقي کړنلاره د اسلامي مديريت له مهمو موضوعاتو څخه ده. بحران هغه ناڅاپي حالت دی، چې د ادارې عادي بهير ګډوډ کوي او پر پرېکړو ژر او ژوره اغېز کوي. په داسې حالاتو کې مسلمان مدير دوه اړخيز مسؤولیت لري؛ له يوې خوا د ادارې ساتنه او له بلې خوا د اسلامي ارزښتونو پلي کول. دغه څېړنه د دې لپاره شوې، چې څرګنده کړي يو مسلمان مدير څنګه کولی شي د اسلامي اصولو په رڼا کې د بحران پر مهال سمې پرېکړې وکړي. د څېړنې اهميت په دې کې دی، چې نه يوازې عملي لارښوونې وړاندې کوي؛ بلکې د اسلامي اخلاقو پر بنسټ د مديريتي کړنو يو نوی چوکاټ هم راپېژني. دا څېړنه توصيفي ده له قرآن، سنتو، او د تاريخي پېښو له بېلګو څخه ګټه په کې اخیستل شوې. پايلې څرګندوي چې اسلامي اصول لکه حکمت، صبر، عدل، توکل، بښنه او عاجزي نه يوازې د بحران د کنټرول لپاره اړين دي؛ بلکې د سازمان په اوږدمهاله ثبات کې هم بنسټیزه ونډه لري.

Discussion

More

Suggest a correction or report