NobleBlocks

Research indexJournal article

د تدریس نوې کړنلارې

Araya, Adil

Farah Research and Scientific Journal7 Oct 2025Open access

NobleIDark:/48914/w1/20261104/9D63E7A6DOI10.67753/frsj.v2i3.87

Abstract

لنډیز دا څېړنه د تدریس په نویو کړنلارو باندې تر سره شوې ده. پوښتنه دا ده چې د فعالې، مؤثرې او مادام العمره زده کړې د کولو دریسي کړنلارې کومې دې؟ د ښوونې په عرصه کې د نړۍ چټک پرمختګ او زموږ د ښوونیز نظام اړتیاوې ایجابوي چې په نویو دریسي کړنلارو د ښوونیز سیسټم عیارول، به د مؤثرې زده کړې لپاره زمینه برابره کړي. د نوموړې څېړنې په تر سره کولو کې موږ له کتابتوني مېتود څخه په ګټې اخیستنې سره معلومات له معتبرو مأخذونو څخه راټول کړي دي. د دې څېړنې په پای کې موږ دا نتېجې په لاس راوړې چې د تدریس د نویو کړنلارو په واسطه زده کوونکي درسي مفاهیم په ښه ډول هضم کولی شي. د تدریس نوې کړنلارې چې په شاګرد محورۍ او فعاله زده کړه باندې ټینګار کوي، پایله څرګندوي، چې زده کوونکو ته د پراخ مشارکت، تعلیمي علاقې او انګېزې، تصمیم نیونې، منطقي او انتقادي تفکر فرصتونه د تدریس د نویو مېتودونو په وسیله مهیا کېږي. د انتقادي تفکر، ستونزې په بنسټ زده کړه او ټکنالوجي محوره درسي کړنلارې د نویو درسي کړنلارو په منځ کې له اهمیت ډکې راته ښکاره شوې، چې په ښوونځيو او پوهنځیو کې به یې په تطبیق او عملي کولو سره زده کوونکي اغېزمنه پوهه تر لاسه کړي.

Discussion

More

Suggest a correction or report