NobleBlocks

Research indexJournal article

د خوشحال خان خټک د شعرونو اروایي شننه

Saqeb

Balkh International Journal of Social Science2 Aug 2026Open access

NobleIDark:/48914/w1/20261105/F1BB9576DOI10.68837/bjss.v1i2.75

Abstract

لنډیز خوشحال خټک د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ هغه لوړ شخصیت دی، چې د ژوند په ډېرو اړخونو مسلط، پوی او غږېدلی دی. د ده علمیت او پوهه په یوه برخه کې را ایساره نه وه، بلکې دی د ژوند بېلابېلو خواوو ته متوجه شوی او په هغه برخه کې یې د خپل فکر نیلی غزولی دی. دغه علمي او څېړنیزه مقاله د خوشحال خان خټک د شعرونو د اروایي شننې تر عنوان لاندې لیکل شوې ده، چې د اروا پوهنې پېژندنه، د نامتو ارواپوهانو نظریې، چې د ارواپوهنې په تړاو یې څرګندې کړې دي او هم د خوشحال خټک د هغو شعرونو تحلیل او شننه شوې ده چې د نننۍ ارواپوهنې سره ربط او اړخ لګوي. مقاله پر همدغو موضوعاتوباندې بحث کوي، د څېړنې موخه دا ده چې موږ ته به ښکاره او ثابته شي چې د خوشحال خان په فکر اومفکوره کې د ژوند د نورو اړخونو څخه علاوه ارواپوهنیزه برخه هم شته او کله چې موږ په دغه برخه کې معلوماتو ته اړتیا ولرو؛ نو د خوشحال خټک په شعرونو کې یې مومو، چې دا موارد د څېړونکو لپاره د بحث او مطالعې وړ ګرځي. دا یوه کتابتوني، تشرېحي او تحلیلي څېړنه ده، چې د دې مقالې په لیکنه کې له غوره علمي آثارو څخه استفاده شوې ده. په لنډ دول باید ووایم، چې ارواپوهنه د بشر په ژوند کې حیاتي او مهم ارزښت لري. خوشحال خټک هم د ارواپوهنې په اهمیت پوی و او په خپلو شعرونو کې یې دغه برخه راخیستې ده.

Discussion

More

Suggest a correction or report